لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان ته داتومي وسلو په اړه هيچا ګواښ نۀ دى کړى: خارجه وياند


دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر وياندمحمدصادق ژورنالستانو ته داوونيز احوال تيرولو په وخت وويل پاکستان ته داتومي وسلو په اړه دهيڅ يو طرف څخه ګواښ نۀ دى شوى.
البته مونږ په دې اړه دبهر ملکي ميډيا دراپورونو ځواب ورکول ضروري ګڼو.
دتيرې يوې اوونۍ راهسې په نړيواله ميډيا کې دې راپورونو زور نيولى چې دپاکستان اتومي وسلې خوندي نۀ دي او څه وخت هم دا دتندرويانو لاسونو ته ورتلى شي.
د دبهرنيو چارو دفتر وياند دغه راپورونه رد کړل او وې ويل دپاکستان اتومي وسلې بيخي خوندي دي او په دې اړه هيچا ته دفکر کولو ضرورت نشته.
ملګرو ملتونو کې داسرائيل ديو قرارداد په حق کې درايې ورکولو په بابله ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي محمدصادق زياته کړه هرڅو کۀ پاکستان داسرائيل دقرارداد په حق کې خپله رايې ورکړې ده ولې دا په دې معنى نۀ ده چې ګنې داسرائيل په بابله دپاکستان په پاليسۍ کې کوم بدلون رامينځته شوى دى.
دبهرنيو چارو وياند وويل پاکستان دترهه ګرۍ په ضد روان جنګ کې مهم کردار لوبولى او مونږ به دورانکارۍ په ضد خپلې مبارزې ته هم دغه راز دوام ورکړو.

XS
SM
MD
LG