لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میرمن رائیس:امريکا به دَ بې طرفه ټولټاکنو لپاره په پاکستان فشار اچوي


دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې میرمن کونډوليزارائیس ویلي واشنګټن به په پاکستان کې دپرځايې کړل شوي بيړني حالت د منځه وړولو او دټولټاکنو په ټاکلي وخت ترسره کيدو لپاره فشار اچوي.
دميرمنو دبهرنۍ پاليسۍ دډلې غونډې ته د وينا په محال ميرمن رائیس وويل امريکا دترهه ګرۍ په ضد جنګ لپاره پاکستان کې داعتدال خوښو قوتونو ديو ځايې کولو هڅې کوي.
دبهرنيو چارو وزيرې زياته کړه امريکا په عامو ټولټاکنو کې داعتدال خوښو ګوندونو دبرخې اخستو لپاره دهغوي مرسته کوي.
میرمن رائيس وويل داعتدال خوښو ګوندونو په يوه ليکه ودريدل به د پاکستان له پاره ګټور ثابت شي.
ميرمن رائس وويل پاکستان کې داعتدال خوښو قوتونو ګټه او دتندرويانو دجرړې ويستل زيات مهم دي.
نوموړې دپاکستان دجمهوررئيس پرويز مشرف لخوا دپوځي منصب پريښودل يو ارزښتناک ګام وبللو او زياته يې کړې دجمهوررئيس لخوا دپوځي يونيفارم دکوزولو وروسته اوس دې ته اړتيا ليدل کيږي چې بيړنى حالت بايد ختم او په دغه هيواد کې صفا سوتره ټولټاکنې ترسره شي.
دغه قدم به پاکستان دډيموکراسۍ اصلاحاتو اړخ ته بوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG