لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په 15م دسمبر به ایمرجنسي ختمېږي


د پاکستان مشر څارنوال ملک محمد قیوم ویلي دي چې هیواد نه به بیړنې حالت په 15م دسمبر یعنی دَ خالي په ورځ ختمیږي او دَ هیواد اساسي قانون به بیا پرځایې کړې شي.
نوموړي په خپل دفتر کې خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه چې اساسي بشري حقونه به هم پرځایې کړل شي.
داسې رپورنه هم دي چې اساسي قانون کې به بدلون اوکړې شي چې دریم ځل صدراعظم جوړیدو بندیز ختم کړل شي.
ښاغلي ملک قیوم زیاته کړه ټولو قاضیانوته به یو ځل بیا سوگند ورکول کېږي.
جمهوررئیس مشرف دَ پوځ دَ مشر په توگه دریم نومبر ایمرجنسي نافذ کړې وه.
اودَ سترې محکمې قاضیان یې نه یواځې دَ خپلو څوکو لرې کړل بلکه په کورونو کې یې تراوسه بندي ساتلي دي. دَ ښاغلي مشرف د دغه گام په لویه کچه غندنه شوې ده او مخالفین یې یو غیر قانوني جمهوررئیس گڼي.

XS
SM
MD
LG