لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولټاکنو د څیړنې لپاره د٢٠٠٠ بهرني څیړونکو د راتګ تمه ده : کنور دلشاد


د ټولټاکنودکميسيون سيکتر کنور دلشاد وايي دراتلونکو عامو ټولټاکنوجائزې اخستو لپاره هيواد ته د٢٠٠٠ بهرني او د٢٠٠٠٠ ځايې مبصرينو ورتللوتمه ده.
ښاغلي دلشاد زياته کړه دووټ اچونې وختونه به دسحر 8 ؤ بجو څخه دماښام 5 ؤ بجو پورې وي.
اسلام اباد کې سيمينارته دوينا او ميډيا سره دخبرو په وخت کنور دلشاد وويل درايې اچوونکو نوؤ فهرستونو مطابق هيواد کې ٨ کروړه ١٠ لاکه رايې اچوونکي موجودي دي.
ددغو رايې اچوونکو فهرست به راتلونکو 15 ؤ ورځو کې په بريښنا ليک جاري کړل شي.
او ديوې اوونۍ دننه به ددې سي ډي ګانې هم بشپړې کړى شي.
نوموړي زیاته کړه کۀ چرې ايم ايم اى دټاکلو کانديدانو په اړه کوم اختلاف لري نو دا ستونزه دوي ته پخپله حل کول پکار دي ، دټولټاکنو کميسيون ددې سره کوم تړاؤ نۀ لري. اليکشن کميسيون دا خبره واضحه کړې ده چې دگوند رئيس اودعمومي سکتر لاسليکونه پر راتلونکو خواستونو کانديدانو ته دګوند نخښې جاري کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG