لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دمسلم ليګ(ن) لخوا ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان وروسته اى پي ډي ايم ويشل شوی


دپاکستان په ټول ګونديز ديموکراتيک غورځنګ( اى پي ډي ايم) کې شامل سياسي ګوندونه په ٨ مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو کې دبرخې نۀ اخستو په پريکړه داختلاف ښکار شوي.
ددغه غورځنګ يوه مهمه غونډه دمسلم ليګ(ن) مشر ميانواز شريف په مشرۍ کې ترسره شوه چې تر٦ ؤ ساعتو يې دوام ولرلو.
غونډه کې دټولټاکنو څخه دبائيکاټ په معامله اوږدې خبرې وشوې خو مخالف ګوندونه تيار نۀ شول ترڅو په يوه خلۀ دټولټاکنو دعمل څخه بهر پاتې شي.
دپاکستان مسلم ليګ(ن) يو مشرراجه ظفرالحق دغونډې دحال احوال تيرولو په محال ژورنالستانو ته وويل مسلم ليګ(ن) ګوند به په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي او غونډه کې هر ګوند ته پخپله واک ورکړل شوى چې ټولټاکنو کې برخه اخلي کۀ نه؟
ښاغلي ظفرالحق وويل اى پي ډي ايم کې شامل ګوندونه دټولټاکنو څخه دبائيکاټ په اړه اتفاق ته ونۀ رسيدل خو دغوښتن ليک څخه دقام خبرولو له پاره به دټول هيواد په کچ ولس سره دتماس نيولو مهم پيل کولى شي.
بايد څرګنده وي چې له دې وړاندې اى پي ډي ايم او اى آر ډي دشريکې غونډې په محال پريکړه کړې وه چې دمخالفو ګوندونو دغه دواړه ائتلافونه به دولت ته يو غوښتن ليک وړاندې کوي او ددغه غوښتن ليک دنۀ منل کيدو په صورت کې به مخالف ګوندونه دټولټاکنو دپروسې څخه ځان بهر ساتي.
خوددغه پريکړې باوجود پاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ(ن) ، جمعيت علماء اسلام ، عوامي نيشنل ګوند او ځينې نور ګوندونه په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو پلوي او جماعت اسلامي ، تحريک انصاف ، پښتونخوا ملي عوامي ګونددځينو نورو وړو ګوندونو په ګډون دبائيکاټ طرفدار دي.
دجماعت اسلامي مشر قاضي حسين احمد وايي نواز شريف په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپريکړې سره پخپله داى پي ډي ايم څخه لار جلا کړې ده او اوس به مونږ پرته دنواز شريف څخه دټولټاکنو په اړه خپله کړنلاره جوړوؤ.

XS
SM
MD
LG