لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیسو نواز شریف او لر کړی شوی مشر قاضي یو بل سره لیدو نه منع کړل


پاکستاني پولیسونن اسلام آباد کې پخوانې صدراعظم او دَ پاکستان مسلم لیگ ‏(‎ن‏) گوند مشر‎میا نواز شرېف د پاکستان د سترې محکمې لر کړې شوي مشر قاضي افتخار محمد چوهدري سره لیدوکتو ته پرې نه ښودو.
ښاغلې افتخار محمد چودری دَ جمهوررئیس پرویز مشرف لخوا د دریم نومبر دریمې راسې په خپل کور کی نظر بند دی .
نن په سلگونو پولېسو په اسلام اباد کې د ښاغلي افتخارمحمد چوهدري د کور شاوخواته پاټکونه اچولي وو.
پولیسو د نواز شرېف او دهغه گوند نورو غړو مخه ونېوله او اجازه ېې ورنه کړه چې له ښاغلى چوهدري سره لیدل کتل وکړي.
د شورو په ورځ حکومت د افتخار محمد چودری په شمول په لسگونو قاضېان په زور ریټایر کړل.
دغو قاضیانو دَ جمهوررئیس پرویز مشرف لخوا بیړني حالت او د پي سي او قانون لاندې سوگند پورته کولو نه انکار کړی وو.
نواز شرېف امرېکا غږ ته د شورو په ورځ ووېل چې مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ او د بېنظېر بوټو پیپلز گوند حکو مت ته دَ ټاکنو لپاره په گډه شرطونه وړاندې کولو ته نزدې دي او که حکومت د دوي غوښتنی و نه مني نو دوي به په رارونو ټاکنو کې گډون نه ډډه کوي.
دَ پاکستان مخالفې ډلې غوښتنه کوي چې په پاکستان کې دَ ټگۍ نه پاکې ټاکنو لپاره یو آزاد او خپلواکه انتخابي کمېسون جوړ کړې شي. دَ لر کړې شوو قاضیانو او آئین بیا پر ځايې کیدو غوښتنې هم کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG