لاس رسیدونکی لینک

 
نواز شريف : زما کاغذونه دانتقام په جذبه رد کړل شوي دي
تازه خبر

نواز شريف : زما کاغذونه دانتقام په جذبه رد کړل شوي دي


دپاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند مشر او پخواني صدراعظم ميا نواز شريف داسلامي هيوادونودډيپلوماتانو سره په ليدنه کې ويلي دي په 8 مه جنورۍ کيدونکيو ټولټاکنو لپاره ددۀ کاغذونه دانتقام په جذبه مسترد کړل شوي دي.
ښاغلي شريف وويل دموجوده اليکشن کميسيون او موقتي ځاندرې په موجوديت کې دټګۍ څخه پاکې ټولټاکنې احتمال نۀ لري.
نوموړي وويل اليکشن کميسيون او اوسنې ستره محکمه ددولت پلوي کوي.
او مونږ په داسې حال کې په ټولټاکنو کې برخه نۀ شو اخستى.
ښاغلي شريف په دډيپلوماتانو ټينګار وکړو چې بايد پاکستان کې دجمهوريت دټينګښت لپاره دسياسي ګوندونو دمبارزې او کردار ستائنه وکړي.
دپخواني صدراعظم سره په لیدنکو کې دسعودي عرب، مصر،شام،تيونس ، عراق، صوماليه،سوډان ، لبنان او نورو اسلامي هيوادونو ډيپلوماتان شامل وؤ.
په دې موقع دسعودي عرب سفيرعلي عواض اسيري وويل ديو آتومي هيواد په توګه اسلامي هيوادونه په پاکستان وياړکوي. ځکه نو لازمه ده چې درقم بحران څخه ددې هيواد دژغورنې لپاره کردار ترسره کړل شي.
ښاغلي اسيري زياته کړه د9/11 دپيښې څخه وروسته اسلامي نړۍ ته دکوم بل ستر بحران سره مخ کيدل نۀ دي پکار.
دسعودي سفيروويل نواز شريف او نور پاکستاني سياسي مشران بايد په ګډه دخپل هيواد دپرمختيا لپاره فعاليتونه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG