لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولټاکنو کې به دکوم سياسي ګوند مرسته نۀ کوؤ: مشرف


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي راتلونکو ټولټاکنو کې به دکوم سياسي ګوند يا کوم سياست مدار مرسته نۀ کوي.
هغه وويل ټولو ګوندونو ته يو شان موقعې ورکول کيږي.
سي اين اين سره په يوه ځانګړې مرکه کې جمهوررئيس وويل هيواد څخه به بيړنى حالت به په ١٥ دسمبرختم کړل شي.
مشرف وويل دبيړني حالت څخه وروسته هيواد کې حالات ښۀ شوي دي.
جمهوررئيس زياته کړه پاکستان دترهه ګرۍ په ضد دجنګ هوډ کړى دى.
او دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې به ګډون جاري ساتي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل راتلونکې ټولټاکنو به روڼ انده وي او دټولټاکنو کتلو لپاره به غير ملکي مبصرينو ته په خير راغلى وئيلى شي.

Recommended

XS
SM
MD
LG