لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کۀ پاکې ټولټاکنې ونه شوې نو تګلاره به داوس څخه جوړوؤ: بې نظير بوټو


دپاکستان پخوانۍ صدراعظمې او دپيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو ويلي دي کۀ چرې ټولټاکنې صفا سوتره ترسره نۀ شوې نو هغوي ته به خپله تګلاره داوس څخه جوړول وي.
د دوبۍ څخه له راستنيدو وروسته داسلام اباد په هوايي ډګر ژورنالستانو سره دخبرو په وخت ميرمن بوټو وويل دمسلم ليګ(ن) لخوا ټولټاکنو کې دبرخې اخستوهرکلى کوؤ.
بې نظير بوتو وويل دمسلم ليګ(ن) لخوا ټولټاکنو کې دبرخې اخستو له امله دولت زياته ټګي ټوري کولى شي. او کۀ داسې وشول نو دولت به بې نقابه شي.
هغې وويل اى پي ډي ايم او نورو سياسي ګوندونو ته دډيموکراسۍ او ديموکراتيک کدرونو په ځايې کولو لپاره خپلو کې يو ځايې کيدل پکار دي.
دپيپلز ګوند مشرې وويل هيواد کې خلق ډوډۍ ، جامې او دسرپه سيوري کولو لپاره کور ته اړتيا لري.
ميرمن بوټو زياته کړه دا وخت پاکستان دترهه ګرۍ او تندروی په څير د سختو ستونزو سره مخ دى.
نوموړې په ټولو مخالفو ګوندونو زور راوړو چې ټولټاکنو کې دبرخې اخستوترڅنګ دټګۍ ټورۍ مخنيوي له پاره خپلو کې سره يو شي او پرې نۀ ږدي يوګوند ته ميدان خالي پاتې شي. څیړونکي وايي دپاکستان مسلم ليګ(ن) لخوا ټولټاکنو کې دبرخې اخستو داعلان له امله پيپلز ګوند پخپل هدف کې بريالى شوى دى.
ولې چې پيپلز ګوند غوښتل مسلم ليګ(ن) ټولټاکنوکې برخه واخلي او دغه شان دمسلم ليګ ددوؤ ډلو (ن‏)‎ او (ق) ووټونه وويشل شي.اوله امله يې ګټه پيپلز ګوند ته په لاس ورشي.

XS
SM
MD
LG