لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې په امنيتي پوسته ځانمرګي بريد،9 کسان مړۀ


دسوات په نينګولۍ سيمه کې په يوه امنيتي پوسته دځانمرګي بريد له امله 9 کسان مړۀ او يو شمير ژوبل شوي دي.
سرچيني وايي ځانمرګي تن دبارودو څخه خپل ډک موټر دامنيتي پوستې سره ټکر کړو چې له دې امله يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
چاؤدنه کې بريدکووونکى پخپله هم وژل شوى دى.
پيښه کې دوژل شوؤ کسانو نومونه عبدالله قريشي، محدفراز، فاطمه بي بي، دپوليس کارمند حضرت سيد ښودل کيږي.
ددې ترڅنګ دوؤ ماشومانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
ژوبل کسان دتداوۍ دپاره دسيدو شريف روغتون ته رسول شوي چې په هغوي کې يو دپوليس تاڼيدار هم شامل دى.
په سوات کې دپوځ لخوا دپرانستل شوي ميډيامرکز وياند ميجر امجداقبال دپيښې په بابله ډيوه راډيو ته وويل دغه بريد نن داتوار په ورځ خواؤ شا ١ بجه نينګو لۍ کلي کې دسړک په غاړه دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته وکړل شو.
نوموړي زياته کړه يو ځان وژونکي خپل ګاډى دامنيتي ځواکونو دپوستې سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
ددۀ له مخې چاؤدنه کې ١ پوليس او پينځه عام وګړي مړۀ او يو بل پوليس ټپي شوى دى ددغه پيښې مسؤليت تراوسه هيچا په غاړه نۀ دى اخستى.
په سوات کې دغه ځانمرګي بريد په داسې حال کې ترسره شوى دى چې په دغه سيمه کې په عملياتو دبوختو پوځونو مشر ميجر جنرل نصيرجنجوعه پرون دخالى په ورځ اعلان وکړو دسوات سيمې څخه يې جنګيالي ويستلي دي.
دځايې طالب پلوه جنګياليو په مرکزونو دپوځ لخوا دقبضې څخه وروسته دا لمړى ځل دى چې په سوات سيمه کې ځانمرګي بريد ترسره کيږي.
دځايې طالبانو دغورځنګ دمشر مولانا فضل الله وياند مولانا سراج الدين دوړاندې څخه دمطبوعاتو له لارې ګواښ کړى ؤ چې دهغوي دولکې د لاندې سيمو دسقوط باوجود به ځايې طالبان مقاومت ته دوام ورکړي او په امنيتي ځواکونو به بريدونه وکړي.
دصوبه سرحد ګورنردجمعې په ورځ په سوات کې دمشرانو يوې جرګې ته دخطاب په وخت اعلان کړى ؤ چې دخارجي جنګياليو دوژلو يا نيولو په سر به دولت خلکو ته ٢ لکه او دځايې جنګياليو دنيولو په سر به ورته يو لک روپۍ انعام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG