لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې تندرويان بيامنظم کيدى شي: ميجر جنرل نصيرجنجوعه


په سوات کې دروانو پوځي عملياتومشرميجر جنرل نصيرجنجوعه ويلي دي دسوات څخه تندرويان ويستل شوي دي.
ولې بيا هم دغلته به دامنيت ټينګښت درو يا څلورو مياشتو ته اړتيا لري.
دامريکادخبري شبکې ترمخه ښاغلي جنجوعه وايي پوځ سوات کې دتندرويانو په مرکزونوقبضه کړې ده او په مينګوره کې پوځي مرکزجوړ کړى شوى دى.
ښاغلي جنجوعه پخپلو خبروکې دسوات په عملياتو کې دبرياليتوب ادعا ونۀ کړه.
نوموړي وويل هرڅو کۀ دسوات څخه تندرويان ويستل شوي او په مينګوره کې پوځي مرکزجوړ کړل شوى ولې بياهم بنسټ پالان په دې سيمه کې ديو ستر ګواښ په توګه ګڼل کيږي.
دۀ وويل تندرويان به يو وار بيامنظم کيږي او دبريد کولو هڅه به کوي خو امنيتي ځواکونه به هغوي برياليتوب ته پرې نۀ ږدي.
پوځي مشر ميجر جنرل نصيرجنجوعه وويل په سوات کې دوضعيت په ښۀ کيدو کې به ٣ ،٤ مياشتې وخت مصرفيږي.
دصوبه سرحد په سوات سيمه کې د٢٤م نومبر څخه پوځيانو دځايې طالب پلوه جنګياليو په ضد عمليات پيل کړي دي اوددولتي شميرې ترمخه په دغه عملياتو کې تر دې محاله ٢٩٠ تندرويان وژل شوي او خواؤشا ١٤٠ نيول شوي دي.
دا وخت په سوات سيمه کې دپوځي عملياتو له امله تعليمي ادارې او زياتره دولتي دفترونه تړل شوي او ددغې سيمې خلک په ډاډه زړۀ خپلې ورځنۍ چارې نۀ شي ترسره کولى.
دسوات سره په پيوست سيمه باجوړ ايجنسۍ کې هم دتندرويانو دمخ په زياتيدونکي اثررسوخ له امله ځايې قبائيل دسختې ويرې ترهې سره مخ دي.
او دوي ګمان کوي چې باجوړ ايجنسۍ کې څه وخت هم دوزيرستان او سوات په څير پوځي عمليات پيل کيدى شي.
سرچينې وايي په باجوړايجنسۍ کې دا وخت ځايې طالبان په سړکونو ډاډه ګزمې کوي اوکوم خلک چې ددغو طالبانو دخوښې مطابق عملونه نۀ کوي هغوي ته باقاعده سزاګانې ورکوي. دپاکستان دولت ياهم پوځي مشرانو تر دې محاله په باجوړ کې دځايې طالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو کومه څرګنده پريکړه نۀ ده کړې.
البته دامني چې په باجوړ ايجنسۍ کې طالب پلوه تندرويان زيات پياوړي شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG