شمالي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په قافله نامعلومو جنګياليو بريد وکړو دبريد له امله ٣
عسکرژوبل شوي دي.
دغه بريد داسپين وان په سيمه کې شوى دى.
دامنيتي ځواکونو لخوا دجنګياليو په ضد ځوابي عمليات وکړى شول ولې دغو عملياتو کې دهيڅ قسمه مرګ ژوبلې معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
بلخوادميرانشاه څخه سيدګۍ سيمې ته روانو ځواکونوپه لاره کې دشکمنو کسانو په يو ګاډي ناتاره ډزې وکړې په ډزو کې ١ تن مړ اوبل ژوبل شو.
ميرانشاه کې هم امنيتي ځواکونو دجنګياليو په سنګرونو بريدونه کړي دي خو سرچينې وايي چې په دغو بريدونو کې هيڅ قسمه مرګ ژوبله نۀ ده شوې.
دغه راز دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دځايې طالب پلوه جنګياليو دمشر مولانا فضل الله په مرکز امام ډهيرۍ دقبضې کولو څخه وروسته پوځيانودمولانا فضل الله او ددۀ دهمکارانو کورونه نړولي دي.