لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوات کې دَ جنگیالو دَ نیولو یا وژلو پر سر دَ پیسو اعلان


دصوبه سرحدګورنر علي محمد جان اورکزى دجمعې په ورځ په داسې حال کې دسوات سيمې ته په يو ورځني سفر لاړو چې دغلته دمخالفوجنګياليو په مرکز امنيتي ځواکونو قبضه کړې ده. گورنر دَ ځاېي او بهرنیو جنگیالو دَ نیولو یا وژلو پر سر دَ یو لاکه او دوه لاکه روپو ورکولو اعلان هم وکړو.
دسوات په سرښارمينګوره کې دقامي مشرانو يوې جرګې ته دوينا په وخت ګورنر علي محمدجان اورکزي وويل دسوات ١٦ لکه ابادي يوازې ٢ ؤ فيصدو شرخوښو يرغمل کړې وه او ددغو ورانکارو دمخنيوي لپاره پوځي عمليات ضروري شوي وؤ.
ګورنر وويل د9/11 دپيښې څخه وروسته دپولې بلې غاړې ته دکيدونکو واقعاتو له امله دپاکستان دقبايلي سيمو او سوات سوله ايزه فضاء تالاترغۍ شوه اوددې ځايې امنيت دمينځه لاړو ولې مونږ هيله لرو چې دا هرڅه به ډير زر يوځل بيا سم دم شي.
ښاغلي اورکزي دسوات سيمې په مشرانو ټينګار وکړو چې دوي بايد دموجوده کړکيچنو حالاتو ترمخه يو ځل بيا پخپلو سيمو کې د”چيغې“ (حفاظتي ډلو) روايت ژوندى کړي او ورانکارو ته دې موقع ورنۀ کړي چې دخلکو سوله ايز ژوند ګډوډ کړي.
ګورنر باور ورکړو چې دعملياتو په محال دسيمې بې ګناه خلکو ته کوم زيان اووښتى دى دولت به هغوي ته تاوان ورکوي.
ښاغلي اورکزي وويل دوضعې په نظر کې دنيولو سره سم به هڅه کولى شي چې د اولس داسانۍ لپاره دګرځ بنديزياکرفيوپه وختونو کې نرمي وکړل شي.
دعامو ټولټاکنو په حواله دۀ زياته کړه چې دسوات دولس لپاره به په ټولټاکنو کې دګډون په غرض ارامه وضعيت ورکول کيږي.
جرګې په محال دسيمې مشرانوګورنر ته په سيمه کې دامن دټينګښت په اړه خپل وړانديزونه هم ورکړل.
دسوات دسفر په موقع ددولتي محکموچارواکو هم ګورنر سره وليدل اوهغه يې ددولتي کارونو په اړه دپيښو ستونزو څخه خبر کړو..

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG