په سوات کې امنيتي ځواکونه دځايې طالب پلوه جنګياليو مشر مولانا فضل الله مرکز امام
ډهيرۍ ته ننوتل او ددغه ځايې کنټرول يې سمبال کړو.
پوځيانو دمټه هم دخپل واک لاندې راوستې ده او دغلته يې دعملياتو په محال دمولانا فضل الله ديو مرستيال په ګډون 8 جنګيالي وژلي دي.
دامام ډهيرۍ دنيولو لپاره په سوات کې د24ؤ ساعتو لپاره انتظاميې ګرځ بنديز يا کرفيو لګولې ده او چاته اجازه نۀ ورکول کيږي چې دامام ډهيرۍ په لوري لاړ شي.
په امام ډهيرۍ دقبضې کولو په وخت سيمې ته ګڼ شمير پوځيان ليږل شوي وؤ.
اوچورلکو پرله پسې الوتنې کولې دځايې طالبانو مرکز ته دپوځيانو دننوتلو څخه دمخه دغه سيمه دمائنونو څخه پاک کړل شوه او وروسته بياپوځيان ورننوتل.
په سوات کې امام ډهيرۍ دځايې طالبانو دمشرمولانا فضل الله هغه ستر مرکز ؤ چې دوي به نۀ يواځې ددغه ځايې څخه په ايف ايم راډيو خپرونې کولې او خلک به يې دپوځ په ضد وسلو پورته کولو ته تشويقول بلکې طالبانو به خپلې ټولې جنګي کړنلارې له دغه ځايې څخه عملي کولې.
دځايې طالب پلوه جنګياليو مشر مولانا فضل الله دامام ډهيرۍ دسقوط څخه وروسته نامعلومه ځايې ته تښتيدلى دى.
ولې سرچينې وايي په خوازه خيله سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دعملياتو په محال دمولانا فضل الله ديو مرستيال په شمول 8 طالب پلوه جنګيالي وژل شوي دي.
خوازه خيله کې دروغتون،ولسوالۍ ، دولتي دفترونو او دپوليسو دتاڼې واک پوځيانو پخپل لاس کې اخستى اوځايې چارواکيو پخپلو دفتري کارونو پيل کړى دى
تړلي
1