پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف دَ نړی هغه اندیښنی رد کړي چې گنی پاکستان اټومی
وسلې ترهگرو لاسونو ته غورزیدی شي.
یو بهرني ټیلي ویژن سره په مرکه کې ښاغلي پرویز مشرف وویل چې تر هگرۍ پر ضد جگړه کې دَ ناکامې ذمه وار ټوله نړئ ده.
نوموړي زیاته کړه چې ځني بهرني ترهگر دَ پاکستان قبایلي سیمو کې شته خو پوځي عملیاتو سره ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ډیری مهمې گټې ترلاسه شوي دي.
ښاغلي مشرف دی نه وړاندې په بلوچستان سترښار کوئټه کې کمانډ اینډ سټاف کالج کې پوځي افسرانو ته د وینا په وخت وویل چې قبایلي سیمو او سوات کې دَ امنیت وضعه ورځ په ورځ ښه کیږی.
جمهوررئیس زیاته کړه دَ سوات په مټه او خوازه خیله سیمو کې امنیتي ځواکونو امنیت پرځاې کړی چې دَ جنگیالو مرکزونه وو.
نوموړي وویل دا وخت پاکستان ته دَ ټولو نه غټ خطر ترهگرۍ او تندروی ده.
دَ بلوچستان دَ وضعې په اړه پرویز مشرف وویل په بلوچستان کې 53 فراری کیمپونه وو او زیاته یې کړه پوځ د ایف سي ملیشې سره په گډه په بلوچستان ایالت کې امنیت پرځاې کړی دی..
تړلي
1