لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې یوې ښځې ځان وژونکې برید کړی


پاکستاني پولیسو تر مخه په برقعې کې پټې یو ځان وژونکي برید کونکې دَ صوبه سرحد په پېښور ښار کې دَ عیسیانو سکول او دپاکستان پوځ د استخبارتي څانگې دفتر سره نزدې ځان والوزلو.
چارواکې وایي برید کونکې ښځه وژل شوي ده خو نور څه ځاني زیان یې نه دې اړولی. چارواکو زیاته کړه چې پاکستان کې دا لومړې پیښه ده چې یوی ښځې ځان وژونکې برید کړې دی.
بلخوا په باجوړ ايجنسۍ کې د وسله والو جنګياليو لخوا 6 عسکر وتښتول شول .
َدَ ايي ايس پي ار له مخې باجوړ ايجنسۍ کې وسله والو جنګياليو د”لويه سم “ چيک پوستې څخه 6 عسکر تښتول شوي دي.
دسرچينو له مخې جنګياليو چيک پوسته په چاؤديدونکو موادو والوزوله. په دغو تښتول شوؤ ځوانانو کې ددولتي دولت پلوه قبائيلي ملک او ايجنسي کونسلر ميا ظاهر شاه دوه ځامن هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG