لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميرانشاه کې په  امنيتي ځواکونو بريد ٦ پوځيان مړۀ


دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په ميرانشاه سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دجنګياليو لخوا ترسره شوي بريد کې ٦ عسکر مړۀ او٢٠ نور ژوبل شول.
دپاکستاني پوځونو لخوا په ځوابي کارروايۍ کې ١٥ جنګيالي وژل شوي او د٢٠ څخه زيات ژوبل شوي هم دي.
دامنيتي ځواکونو کاروان نن دچارشنبې په ورځ ماذيګر محال په ميرانشاه کې په سړک تيريدو چې شرخوښو ته لاره ونيوله اويو سخت بريد يې پرې وکړو.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيدارشدډيوه راډيو ته وويل په دغه غلچکي بريد کې ٦ پوځيان مړۀ او٢٠ ژوبل شوي دي. ژوبل پوځيان دتداوۍ له پاره روغتون ته رسول شوي دي. پوځي وياند وويل دبريد څخه وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې دجنګياليو په ضدځوابي عمليات وکړل او ددوي پټن ځايونه يې په نخښه کړل.
ښاغلي ارشد زياته کړه په ځوابي عملياتو کې ١٥ جنګيالي وژل شوي او خواؤشا ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
بلخوا دصوبه سرحد په سوات سيمه کې هم نن(چارشنبه) پوځيانو دځايې طالب پلوه جنګياليو په ضد عمليات دوامداره وساتل اويو شمير کسان يې دتندرويانو سره داړيکو لرلو په تور ونيول. دپاکستاني پوځونو وياند ومنله چې پرون او نن امنيتي ځواکونو په سوات سيمه کې ګڼ شمير کسان نيولي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG