لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنوښار دپوځيانو دروزنې دمرکز کې ځانمرګي بريد


دصوبه سرحد په نوښار سيمه کې دپوځيانو دروزنې دمرکز په خلۀ کې ځانمرګي بريد وشو.په بريد کې د٢ ؤ پوځيانو په ګډون ٧ کسان مړۀ او ٢٣ ژوبل شوي دي.
دغه بريد سحرخواؤشا٩ بجې هغه وخت وشو کله چې دنوښار دپوځيانو دروزنې دمرکز دننه لږ ترلږه ٢٠٠ پوځيان په روزنه بوخت وؤ.
ځانمرګي تن په سائيکل سپور ؤ او غوښتل يې دغه مرکز ته ننوځي او ځان والوزوي.
خو ولې مرکز ته ننوتلو کې په ناکاميدو دغه ځانمرګي خپل ځان دمرکز په خلۀ کې والوزولو. په پيښه کې ٥ؤ کسانو په موقعه ساه ورکړه چې په هغوي کې ٢ پوځيان او ٣ لاروي شامل وؤ اؤ ٢٥ کسان سخت ژوبل شول.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دنوښار پوځي روغتون ته ورسول شول چې دغلته ٢ ؤ ټپيانو دزخمونو توان رانۀ وړلو اؤ ساه يې ورکړه.
ويل کيږي په روغتون کې د ١٠ؤ ژوبل کسانو حالت مرګونى دى.
دنوښار ضلعې دپوليسو مشر مبارک زيب خان ډيوه راډيو سره په خبرو کې وويل پوليسو دځانمرګي تن دبدن غړي ترلاسه کړي او دپيښې څيړنې روانې دي.
پوليس مشر وويل په پيښه کې ١ پوځي او ٤ عام خلک وژل شوي او ١٢ نور ژوبل دي. ښاغلي مبارک زيب زياته کړه پوليسو په ټوله سيمه کلک نظر ساتلى او امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
دپاکستان مختلفو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په ضد دتيرې يوې اوونۍ راهسې دځانمرګي بريدونو لړۍ تنده شوې ده او د٧ؤ ورځو په دوران کې دا ٨م ځانمرګي بريد دى چې دامنيتي ځواکونو په ضد ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG