لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال 51 ځانمرګي بريدونوکې 564 کسان وژل شوي دي


دَ پاکستان یوه خبري اداره وایي په دغه هیواد کې دروان کال په 11 نيمو مياشتو کې 51 ځان وژونکي بريدونه شوي دي.
په دغو بريدونو کې دامنيتي ځواکونو او عامو وګړو په ګډون ټول 564 کسان وژل شوي او 1383 ژوبل شوي دي.
په 21 ځان مرګي بريدونو کې دبارودو څخه ډک ګاډي دامنيتي ځواکونو دکاروانونواو عسکري تنصيباتو په ضد استعمال کړل شوي دي.
په 10 ؤ بريدونو کې پوليس نخښه ګرځول شوي او13 حملې په پوځي قافلو او عسکري تنصيباتو شوي دي.
په دې کې ترټولو زيات بريدونه په صوبه سرحد کې شوي چې شمير يې 25 ته رسيږي. دپوليس ، پوځ او نورو امنيتي ځواکونو څخه پرته 2 بريدونه په پخوانيو وزيرانو، افتاب احمدخان شيرپاؤ اؤ انجنئير امير مقام اؤ يو بريد په کراچۍ کې دپيپلز ګوند دمشرې بې نظير بوټو دهرکلي په کاروان ، يو په جومات ، يو په ماتمي جلوس او يو دمکتب دماشومانو په بس شوى دى .
ددغو بريدونو په څيړنه دبوختې ادارې ايف ايي اى رئيس طارق پرويز وايي زياتره بريدونه هم ديوې ډلې په منصوبه بندۍ شوي دي.
او دپيښو دځايې څخه ترلاسه شوي شهادتونه ښايي چې په دغه بريدونو کې پکار راوستل شوي مواد او بارودي جيکټونه په خارجي فيکټريو کې جوړ شوي دي.
چې له دې امله په دغو بريدونو کې دخارجي لاسونو ککړتيا داحتمال څخه بهر نۀ ده.
په روان کال کې وړومبى ځان مرګي په 22 مه جنورۍ دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان شوى ؤ.چې پکې 4 پوځيان مړۀ او20 ټپيان شوي وؤ.
او وروستى ځانمرګي بريد ددسمبر په 17 مه نيټه دصوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې په پوځيانو وشو چې له امله يې 10 پوځيان مړۀ او 9 ژوبل شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG