لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ کې ځانمرګي بريد ٩ پوځيان مړۀ


دصوبه سرحد دکوهاټ سيمې په پوځي ساحه کې دځانمرګي بريد له امله ٩ پوځيان مړۀ او٩ ټپيان شوي دي.
په پاکستان کې دتيرې اوونۍ راهسې دځانمرګي بريدونو لړۍ يو ځل بيا پياوړې شوې ده او پرله پسې امنيتي ځواکونه په دغه ځانمرګي بريدونو کې نخښه ګرځول کيږي.
نن دګل په ورځ غرمه محال هغه وخت دکوهاټ په پوځي چاوڼۍ کې دپوځيانو ديو مکتب سره نزدې فواره چوک نومې سيمه کې يو ځانمرګي بريد کوونکي خپل ځان دپوځيانو په مينځ کې والوزولو کله چې پوځيان دفټ بال دمسابقې څخه راوتل.
دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل وحيد ارشد ډيوه راډيو ته وويل دبريد کوونکي هدف دفټ بال دلوبډلې لوبغاړي په نخښه کول وؤ.
ښاغلي ارشد ومنله په بريد کې ٩ پوځيان وژل شوي او٤ نور ټپيان دي.
ولې ازادې سرچينې وايي په دغه پيښه کې ١٠ پوځيان وژل شوي او٩ ژوبل دي.
دځانمرګي بريد څخه وروسته دکوهاټ چاوڼۍ په بشپړ ډول وتړل شوه.
او دژورنالستانو په ګډون هيچا ته اجازه نۀ ورکړې کيده ترڅو دغلته ننوځي.
په پيښه کې ژوبل پوځيان دتداوۍ لپاره دکوهاټ پوځي روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دځينو پوځيانو حالت مرګونى ښودل کيږي.
پوځ او پوليسو دبريد په اړه پلټنې پيل کړي او په ټوله سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
دپيښور، کامره او نوښارپه پوځي چاوڼيو کې دترسره شوؤ ځانمرګي بريدونو څخه وروسته دکوهاټ په پوځي چاوڼۍ کې دشوي بريد له امله په ټوله صوبه کې پوځ او پوليس چمتو کړل شوي اود ورانکارو کلک لټون روان دى.
په پاکستان کې دبيړني حالت دپورته کولو څخه وروسته دا دوهم ځانمرګي بريد دى چې دپوځيانو په ضد ترسره کيږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG