لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټولټاکنو په محال دترهه گرۍ گواښ شته: نثار اى ميمن


دپاکستان داطلاعلاتو او نشراتو موقتي وزير نثاراى ميمن وايي په ٨ مه جنورۍ دکيدونکيوټولټاکنو په محال دترهه گرۍ گواښ شته.
ښاغلى ميمن دټولټاکنوپه محال دترهه گرۍ دگواښ خبره په داسې حال کې کړې ده چې دپاکستان دکورنيو چارو وزير حامد نواز دوړاندې څخه دعوه کړې ده چې پاکستان کې دټولټاکنو په موقع دترهه گرۍ هيڅ رقم خطره وجود نۀ لري.
داطلاعاتو وزير نثار اى ميمن ژورنالستانو ته وويل دولت هوډ کړى دى په ٨ مه جنورۍ به د ولس د هيلو سره سم پاکې ټولټاکنې ترسره کړي.
هغه وويل دټولټاکنو په محال کۀ هر څو دترهه گرۍ گواښ راڅيلمه دى ولې دولت به دامن دټينگښت دپاره خپل ټول توان او قوت په کار راولي.
دۀ زياته کړه په سوات کې دعملياتو په ترڅ کې تندرويان او ترهه گر چقول شوي.
او دغلته به هم په ټاکلې نيټه ټولټاکنې کولى شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نثاراى ميمن وويل دپاکستان اتومي پنګې په خوندي لاسونو کې دي. او په دې اړه هيچا ته دفکرمندۍ ضرورت نشته. داطلاعاتو وزير وويل پاکستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ مونږ به چاته اجازه ورنۀ کړو ترڅو زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG