دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې کنډوليزارائس په پاکستان کې دديموکراسۍ دټينګښت په اړه
دپورته کړل شوؤ ګامونه ستائنه کړې ده او ويلي يې دي له دې امله به دصفا سوتره ټاکنو ترسره کيدل باوري شي.
دروان کال په پايې کې خپل وروستي مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په محال ميرمن رائس وويل جمهوررئيس پرويز مشرف دپوځي يونيفارم کوزولو په هکله خپله ژمنه پوره کړې ده.
او دپاکستان دوه ستر سياسي مشران نواز شريف او بې نظير بوټو هم خپل هيواد ته ستانۀ شوي دي.
او دا هر څه دديموکراسۍ په ټينګښت کې لاس امداد کولى شي.
دبهرنيو چارو وزيرې زياته کړه په ٨ مه جنورۍ دروڼ انده ټولټاکنو ترسره کيدو سره به پاکستان څخه ديو نوښتګر او ديموکراتيک هيواد دجوړيدو مقصد هم ترلاسه شي.
ميرمن رائس وويل جمهوررئيس مشرف چې هيواد کې دديموکراسۍ دپځايې کيدو دپاره کوم ګامونه اخستي دي هغه دستاينې وړ دي او مونږ هيله لرو ددې له امله به پاکستان کې دديموکراسۍ ټينګښت باوري شي.