لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اى پي ډي ايم ددولتي اوامرو دنۀ منلو دتحريک پيل کولو ګواښ وکړو


دپاکستان دټول ګونديز ديموکراتيک تحريک يا اى پي ډي ايم مشر محمود خان اچکزي ګواښ کړى دى چې کۀ چرې پرويز مشرف په هر حال کې دجموررئيس پاتې کيدو هڅه وکړه نو دوي به دهغه پر ضد ددولتي اوامرو دنۀ منلويا سول نافرمانۍ تحريک پيل کړي.
دبلوچستان په کوئټه ښار کې داى پي ډي ايم يوې جلسې ته دوينا په محال هغه په ٨ مه جنورۍ کيدونکې ټولټاکنې يو ځل بيا دملت سره چل وګرځولو او وې ويل دبې نظير بوټو ، نواز شريف او مولانا فضل الرحمان په ګډون سياسي ګوندونه ټولټاکنو کې برخه اخلي ولې وروسته به دوي شرمنده اؤ پښيمانه وي.
ښاغلي اچکزي وويل ازاده ميډيا، دقاضيانو په ځايې کول او دمدني ټولنې داستازو له اړخه په ټولټاکنو داطمينان دڅرګندولو څخه پرته دغه ټولټاکنې هيڅ معنى نۀ لري.
جلسې ته دنيشنل ګوند مشر عبدالحئ بلوڅ پخپله وينا کې وويل دولت بايد دسنجيدګۍ په مظاهرې کولو سياسي ګټې يوې خوا ته کښيږدي اؤ دملکي ګټو لپاره کار وکړي.
ديادونې وړ ده چې دمحمود خان اچکزي په مشرۍ ټول ګونديز ديموکراتيک تحريک چې پکې جماعت اسلامي ، تحريک انصاف، نيشنل ګوند اؤ ځينې نورې سياسي ډلې شاملي دي.
ددې دريځ په اختيارولو سره دټولټاکنو څخه دبائيکاټ اعلان کړى چې دټولټاکنو څخه وړاندې بايد ټول ګوښه کړل شوي قاضيان په ځايې ، دميډيا څخه قدغنونه پورته اؤ هيواد کې ديموکراسي ټينګه کړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG