دپاکستان پيپلز ګوند مشرې او پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو وايي هغه به کله هم
دجنرالانو،غاصبانو اؤ امرانو سره سازباز ونۀ کړي.
يوې ولسې جلسې ته دوينا په محال ميرمن بوټو تور ولګولو مسلم ليګ(ق) دعامو ټولټاکنو په محال په لويه پيمانه دټګۍ منصوبه جوړه کړې ده.
ميرمن بوټو وويل مسلم ليګ(ق) ټولټاکنو دپاره په کمپائن دولتي وسيلې خرڅ کوي او غواړي په هر قيمت اقتدار ترلاسه کړي.
نوموړې زياته کړه دپاکستان دسالميت دپاره د ولس رايې ته درناوى کول ضروري دي اؤ کۀ چرې داسې ونۀ شي نو دا به ښې لاسته راوړنې ونۀ لري.
بې نظير بوټودسترې محکمې څخه وغوښتل دمسلم ليګ(ق) لخوا ټولټاکنو کې دټګۍ دجوړې کړل شوې منصوبې او ددولتي وسيلو دخرڅ کولو پخپله خبر واخلي ترڅوټولټاکنې دټگۍ څخه پاکې وشي.
هغې وويل مونږ په ديموکراسۍ باور لرو اوپه هر دور کې مو دديموکراسۍ دپاره سختې سوختې زغملي او قربانۍ مو ورکړي.ځکه نونن هم نۀ يو تيار دجنرالانو، غاصبانو اؤ دکتاتورانو سره دسازباز لاره خپله کړو.
تړلي
1