لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ولسي قوت په ذريعه به ټولټاکنو کې کيدونکې ټګي ټوري ناکاموؤ: بې نظير بوټو


دپاکستان پخوانۍ صدراعظمې او دپيپلز ګوند مشرې بې نظير بوټو تور لګولى دى چې نۀ خو اليکشن کميسيون ازاد دى او نۀ موقتي دولت بې پلوه دى.
ميرمن بوټو وويل مونږ ټولټاکنوکې داحتجاج په توګه برخه اخلو او د ولسي قوت په ذريعه به ټولټاکنو کې کيدونکې درغلۍ ناکاموؤ.
دکوئټې په هوائي ډګر پريس کانفرنس ته دوينا په محال ميرمن بوټو وويل لويې قوت ولس دى اؤهم دولس په رايې به مونږ هيواد کې بدلون راولو.
دپيپلز ګوند مشرې وويل بايددهيواد واک اختيار ديو تن په لاس کې نۀ وي.بلکې پارليمان بااختياره پکار دى.
دآتومي وسلو دخوندي ساتلو ادارې يا نيشنل کمانډ اتهارټي په اړه بې نظير بوټو وويل دغه معامله پرراتلونکي پارليمان سپارل پکار وؤ.
ميرمن بوټو تور ولګولو چې نۀ دټولټاکنو کميسيون ازاد دى او نۀ هم موقتي دولت بې پلوه دى. او دغه دواړه ټولټاکنو کې خلل اچوي.
پخوانۍ صدراعظمې وويل په ګرانۍ او بې روزګارۍ کې اضافه شوې ده او تر هغې ثبات نۀ شي راتلى ترڅو چې په مکمل ډول ديموکراسي نۀ وي په ځايې کړل شوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې بې نظير بوټو وويل طالبان زمونږ په دورکې ضرور راغلي وؤ خو مونږ هغوي ته ويلي وؤ چې دقندهار پورې محدود وسي.
ښاغلې بوټو زياته کړه زمونږ په دور کې طالبانو ته سمې مشورې ورکړل شوې وې.ولې وس هغوي ته غلطې مشورې ورکړل شوې چې له امله يې نن القاعده او طالبان هغلته راغلل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG