لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پرویز مشرف: دبيړني حالت ختمولو سره مې خپلې ټولې ژمنې پوره کړي دي


دپاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف وايي هغه په هيواد کې دبيړني حالت ختمولو سره خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي دي.
دخالى په ماسخوتن قوم ته پخپله وينا کې پرويز مشرف دهغو عواملو سپيناوى وکړو چې له امله يې بيړنى حالت په ځايى کړل شوى ؤ.
ښاغلي مشرف وويل په هيواد کې ځينو عناصرو نۀ غوښتل ديموکراسي ټينګه شي ، دوي هيواد دبې ثباتۍ سره مخ کول غوښتل، دعدليې، مقننې او انتظاميې ترمينځه يې واټنونه پيدا کړى وؤ. ښاغلي مشرف وويل په پاکستان کې يو داسې بحران پيدا کړل شوى ؤ چې دقبائيلي سيمو څخه دترهه ګرۍ بحير دصوبه سرحد ځينو نورو سيمو ته هم خور شو.
او کۀ چرې مونږ ددغه وضعيت دقابو کولو لپاره سخت ګامونه نۀ ؤ پورته کړي نو هيواد به دبې ثباتۍ سره مخ شوى ؤ.
پرويز مشرف وويل دبيړني حالت په ځايې کولو سره مونږ په سوات کې دترهه ګرۍ او تند رويۍ ملا ماته کړې ده او هيواد مو دبې ثباتۍ څخه راويستى دى.
جمهوررئيس وويل هغه دډيموکراسۍ په ځايې کولو لپاره خپلې ټولې ژمنې ترسره کړي دي. پوځي يونيفارم يې کوز کړى،بيړنى حالت ختم کړل شو اؤ اوس په ٨ مه جنورۍ ټولټاکنې کيدونکې دي چې ددې څخه وروسته به هيواد کې بشپړه ديموکراسي ټينګه شي.
ښاغلي مشرف دمخالفو ګوندونو لخوا په ټولټاکنو کې دټګۍ تورونه رد کړل.
او وې ويل زۀ افسوس کووم چې ټولټاکنې لا شوي نۀ دي او ځينې سياسي مشران دټګۍ تورونه لګوي.
مشرف زياته کړه ټولټاکنې به صفا سوتره او دټګۍ څخه پاکې وي او پکې به ټولو سياسي ګوندونو ته يو شان دکمپائن موقعې ورکول کيږي.
جمهوررئيس وويل هغه دميډيا دازادۍ منونکى دى او څومره ازادي چې دهغۀ لخوا ميډيا ته ورکړل شوې، دومره بل چا نۀ وه ورکړې..

XS
SM
MD
LG