د ټاکنو په وخت کولو یا نه کولو به سبا فېصله کېږي

پاکستانې چارواکي وایي چې هیواد کې په ٨ مه جنورۍ کیدونکي ټولټاکنې کیدې شي ترڅو اونیو پوری وځنډول ‍شي باوجود ددی چې مخالف سیاسي گوندونه ټکانې په خپل ټاکلې نیټه کولو غوښتنه کړې ده.
د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر نواز شریف ویلي دي چې حکومت د انتخابونه د ځنډولو پریکړه د مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ گوند په وینا کوي.
د حکومت ستر چارواکي او د انتخابي کمیسون غړي نن ویلي چې د پیپلز گوند مشرې بې نظیربوټو دوژنې له کبله کېدی شي انتخابونه تر څلورو اونیوپوری وځنډول شي.
په دی لړکې اخرې پریکړه به سبا له د انتخابي کمیسون په یوه غونډه کولې شي.
د پاکستان ستر مخالف گوندنه پیپلز گوند او مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند وایي چې د انتخابونو ځنډیدل دوی ته منظور نه دی.
په پاکستان کې د اوسني حالاتو له کبله سټاک ایکسچینج 47 % غورزیدلې دی. د پاکستان پخوانې صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې میرمن بې نظیر بوټو د وژنې وروسته د دریو ورځو سوگ نه پس د کراچۍ سټاک ایکسچینج نن یو ځل بیا پرانستل شو.