لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتخابات 18م فرورۍ پورې و ځنډول شول


د پاکستان انتخابي کمیسون مشر قاضي محمد فاروق په یو مطبوعاتي کانفرنس کې اعلان کړې دې چې پخوانۍ صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې بې نظیر بوټود وژنې وروسته یې د ټاکنو ځنډولو پرېکړه کړې ده. کمیسون وایي دغه پرېکړه یې په هیواد کې د گډوډې وروسته کړې ده.
کمیسون وایي په دې لړ کې یې غیر رسمي مشورې کړې دي.
دکميسيون رئيس وويل دبې نظير بوټو دوژنې سره پاکستان دنړيوال کچ ديو لارښود څخه محروم شوى دى.
اؤ دامنيت د کړکيچن وضعيت له امله په هيواد کې دټولټاکنو عمل اودريدلى دى.
هْغۀ وويل په سندهـ صوبه کې دټولټاکنو دکميسيون ١١ دفترونه سوځول شوي چې په هغې کې درايې اچونې پرچې، صندوقونه، درايې ورکوونکو فهرستونه او دټاکنو په اړه نور مواد په بشپړ ډول سوځيدلي او ايره شوي دي.
هغۀ وويل د٤ؤ واړو صوبو سترو سکترانو اؤ دټولټاکنو مسؤلينو دټولټاکنو دځنډولو وړانديز کړى ؤ چې له دې امله ټولټاکنې ١٨ مې فرورۍ ته وځنډول شوې
د پاکستان مخالف لویو سیاسي ډلو پیپلز گوند او مسلم ‏(‎ن‏)‎
د حکومت په پړېکړه نیوکې کړې دي.
د مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ یو مشر پیر صابر شاه ډیوه ریډیو ته ویلي حکومت غواړي چې مشرف پلوه سیاسي گوند مسلم لیگ ‏(‎ق‏)‎ ته د ټاکنو لپاره وخت ورکړې هغه زیاته کړه د حکومت ارادې سمې نه دي.

..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG