لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

حکومت انتخابات ځنډول غواړي


د پاکستان انتخابي کمیسون چارواکي وایي چې د ټاکنو لپاره نوې نیټه به سیاسي گوندونو سره د خبرو اترو وروسته سبا ټاکل کیږي.
ښاغلي دلشاد زیاته کړه چې د جنورۍ په 8 مه نیټه د ټاکنو کول ناممکن ښکاري.
د پاکستان حکومت د پخوانۍ صدراعظمې او د پیپلز گوند مشرې بې نظیر بوټو وژنې وروسته د ټاکنو ځنډولو باندې غورکوي.
په ټول پاکستان کې د نوموړې د وژنې وروسته سخت اړې گړې او تشدد پاریدلې وو.
د پاکستان ستر ‏مخالف سیاسي گوند پیپلز گوند چې مشري یې اوس د بې نظیر بوټو زوی بلاول او دهغې خاوند آصف علی زرداري کوي غوښتنه کړې ده چې ټاکنې دې په خپل وخت وشي. بلخوا د پاکستان پخوانې صدراعظم آو مسلم لیگ ‏(‎ن‏)‎ گوند مشر نواز شریف گواښ کړې که ټاکنې وځنډول شوې نو دوی گوند به حکومت پر ضد احتجاج کوي.
د پاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف ویاند ویلي دي چې پرویز مشرف به سبا قام ته وینا کوي.

XS
SM
MD
LG