لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دټګۍ دخطروباوجود به ټولټاکنو کې برخه اخلو: نواز شريف


دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف په راتلونکو ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان کړى اؤ ويلي يې دي په ټولټاکنو کې دټګۍ دخطرو باوجود به ميدان خوشي نۀ پريږدي.
ددې څخه وړاندې چې کله دپيپلز ګوند مشره اؤ پخوانۍ صدراعظمه بې نظير بوټو ديو بريد په ترڅ کې وژل شوې وه په هغه محال نواز شريف اعلان کړى ؤ چې دهغۀ ګوند به دټولټاکنو څخه بائيکاټ کوي.
ولې پرون چې دپيپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دنواز شريف څخه پخپل مطبوعاتي کانفرنس کې په ټولټاکنو کې دبرخې اخستوغوښتنه وکړه نو هغۀ يو ځل بيا ټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان وکړو.
نن دګل په ورځ لاهور کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت ښاغلي شريف وويل دا وخت دائين اؤ قانون دحکمرانۍ دنشتوالي له امله هيواد د نقصان سره مخ دى, اؤ هغۀ داساسي قانون او دډيموکراسۍ په مشن راوتلى دى.
نواز شريف وويل دجمهوررئيس پرويز مشرف په موجودګۍ کې دټګۍ څخه پاکې ټولټاکنې نۀ شي کيدى.
ځکه چې هغۀ دربړ دسټيمپ يامهر په څير اسمبلۍ ته اړتيا لري اؤ کۀ چرې پاکې ټولټاکنې وشوې نو دهغۀ دخوښې ګوند به له مينځه اوځي, اؤ ليګ(ن) به په لويه پيمانه برياليتوب ترلاسه کړي.
ښاغلي شريف وويل پرويزمشرف پوهيږي چې پاکو ټولټاکنو کې مسلم ليګ(ن) بريالى کيږي ځکه يې ټولټاکنو کې دټګۍ پروګرام جوړ کړى دى.
پخواني صدراعظم زياته کړه دبې نظير بوټو وژنه يوه ستره پيښه وه. ولې ددغه سترې پيښې اؤ دپيپلز ګوند درضامندۍ باوجود د(ق) ليګ په وينا مشرف ټولټاکنې کوي اؤ ددې مقصد لپاره دټاکنو دکميسيون څخه ديوې آلې کار اخلي.
نواز شريف دمطبوعاتي کانفرنس په محال دجمهوررئيس مشرف څخه وغوښتل هغه بايد په سمدستي توګه استعفي ورکړي اؤ داساسي قانون ترمخه دټولو سياسي ګوندونو سره په مشوره نوى جمهوررئيس اؤ ملي دولت وټاکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG