لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيپلز ګوند بلاول بوټو زرداري د گوند مشر او ټولټاکنو کې دبرخې اخستو اعلان کړی دی


دپاکستان پيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بوټو زوې بلاول بوټوزرداري دپيپلز ګوند نوى مشر ټاکل شوى دى اؤ پيپلز ګوند اعلان کړى دى چې په راتلونکو ټولټاکنو کې به برخه اخلي. دپيپلز ګوند دمرکزي کميټې غونډه نن داتوار په ورځ په نوډيرو کې دمخدوم امين فهيم په مشرۍ کې دبوټو په کور کې وشوه.
غونډه کې دبې نظير بوتو خاوند اصف علي زرداري دبې نظير بوټو وصيت ولوستو چې پکې ويل شوي وؤ" کۀ زۀ نۀ ؤم بيا به دګوند مشر اصف علي زرداري وي" خو اصف علي زرداري دمشرۍ پګړۍ دخپل زوې بلاول زداري په سر کيښوده هغۀ وويل " زما اولادونو دنن څخه خپل نومونه بدل کړل بلاول زرداري به اوس بلاول بوټو زرداري وي.
اصف زرداري مطبوعاتي کانفرنس ته په خطاب کې وويل ميرمن بوټو دانتقام اخستو غوره لار ديموکراسي ګڼله ځکه مونږ پريکړه کړې ده چې دديموکراسۍ دپاره به په ټولټاکنو کې برخه اخلو.
ښاغلي زرداري دبې نظير بوټو په غم کې ټولټاکنو څخه په بائيکاټ کولو دمسلم ليګ(ن) دمشر ميا نواز شريف مننه وکړه خو وې ويل مونږ دنواز شريف څخه غوښتنه کوؤ ترڅو ټولټاکنو کې برخه واخلي.
زرداري زياته کړه جنرالان دتيښتې لاره ګوري خو مونږ به دټولټاکنو دلارې ددوي دتيښتې مخه نيسو.
هغۀ وويل دګوند په غونډه کې دملګرو ملتونو څخه غوښتنه شوې ترڅو دبې نظير بوټو دوژنې دپلټنو دپاره پاکستان ته خپل پلاوى راوليږي.
زرداري وويل مونږ دپاکستان په پوليسو ، قاضيانو او نورو څيړنيزو ادارو باور نۀ لرو او غواړو دميرمن بوټو دقتل څيړنه ملګري ملتونه درفيق الحريري په څير وکړي.
په دې موقع مطبوعاتي کانفرنس ته دميرمن بوټو زوې او دګوند نوي مشربلاول بوټو زرداري هم لنډې خبرې وکړې او وې ويل " زما مور ديموکراسي يوه غوره لار ګڼله ځکه زۀ به هم ديموکراسۍ لپاره هڅې کووم".
دمطبوعاتي کانفرنس په وخت اصف زرداري مسلم ليګ(ق) ګوند د"قاتل ليګ" په نوم ياد کړو او د ولس څخه يې غوښتنه وکړه چې دغو قاتلانو ته په ټولټاکنو کې رايې ورنۀ کړي بلاول بوټو زرداري وويل تر کومې چې هغۀ خپلې زده کړې بشپړ کړې نۀ وي تر هغې به يې پلار اصف زرداري دګوند مشري په غاړه لري.
دمطبوعاتي کانفرنس په موقع خلکو شعارونه ورکول " بلاول بوټو ګام واخله مونږ دې تر شا ولاړ يو" "پرون هم بوټو ژوندى ؤ نن هم ژوندى دى" " تاسو به کوم کوم وژنئ اوس به دهر کور څخه بوټو پيدا کيږي"

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG