پخواني جرنیلان: د افتخار چوهدري په مشرۍ کې نوی حکومت غواړي

د پاکستان د پوځ پخوانیو جرنیلانو یوځل بیا په پخواني جنرال او جمهوررئیس پرویز مشرف غږ کړی چې استعفا دې ورکړي.
پخوانیو پوځي جرنیلانو دغه غوښتنه نن په اسلام کې په یو مطبوعاتي کانفرنس کې کړې ده.
کانفرنس ته د وینا په وخت د هوایي پوځ پخواني مشر ایرمارشل اصغرخان ویلي چې مشرف دې حکومت د هېواد قانوني مشرقاضي افتخار چوهدري ته وسپاري.
وائس آف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ښاغلي خان وویل پوځ د بدنامۍ نه د ساتلو لپاره ضروري ده چې مشرف دواکه لرشي
ایرمارشل اصغرخان خان سره دا مرکه مختار احمد خان کړې ده تاسو یې هم اوریدې شۍ..