استخباراتي مشران : په امريکا نوى بريد دپاکستان دقبائيلي سيمې څخه کيدى شي

دامريکې د ملي استخباراتو، سي ايي اى ، ايف بي ايي،دفاعي استخباراتي شبکې اؤ دپوځ مشرانو ويلي دي دپاکستان دقبائيلي سيمې څخه په امريکا دترهګرۍ دکوم نوي اؤ ستر بريد دکيدو احتمال زیات شوى دى.
القاعده اؤ طالبان دپاکستان دوجود دپاره خطره جوړه شوې اؤ يواځې دپاکستان پوځونه دهغوي مقابله کولى شي.
دامريکايي کانګريس داستخباراتو کميټې ته دحال احوال تيرولو په وخت دامريکا دملي استخباراتي شبکې رئيس مائيک ميکونل وويل القاعده دپاکستان په قبائيلي سيمو کې خپل خوندي پټن ځايونه جوړ کړي دي.
اؤ دغه ترهه ګر تنظيم ددغو پټن ځائيونو له لارې نوې بهرتۍ، ترهه ګرو ته دروزنې ورکولو اؤ دامريکا دننه دبريد کولو دپاره په عملي توان کې پرله پسې اضافه کوي.
هغۀ وويل اسامه بن لادن اؤ دهغۀ مرستيال ايمن الظواهري اوس هم دالقاعده مشري په غاړه لري اؤ هغوي خپلو لاندينيو مشرانو ته موقع ورکړې ده ترڅو ددغه ترهه ګر تنظيم دمشرۍ جوګه شي.
مائيک ميکونل وويل القاعده نوي تندلاري پيدا کوي اؤ په دې لړ کې هغوي دغربي هيوادونو ځلمي پخپلو ليکو کې جذب کوي.