یوسف رضا گیلاني: د ترهگرۍ پرضد مبارزه جاری ساتلو اؤ ایف سي آر قانون ختمولو اعلان

د پاکستان نوي منتخب صدراعظم سید یوسف رضا گیلاني قامی اسمبلۍ کې د باور اکثریتی رایې ترلاسه کولو وروسته ویلی دي دوی حکومت به د ترهگرۍ پرضد مبارزه جاری ساتی. ښاغلي گیلاني زیاته کړه چې حکومت به د پاکستان قبایلي سیمو کې گڼ شمېر سیاسي اؤ اقتصادي اصلاحات کوی.
نوموړي اعلان کړیدی د دوی حکومت به قبایلي سیمو کې د اېف سي ار‏ (FCR) په نوم قانون هم ختموی اؤ د افغانستان سره به ښی اړیکې جوړوي.
ښاغلي گیلاني وویل ټولو صوبو ته به د پاکستان د آیئن اؤ قانون مطابق پوره پوره خپلواکی ورکوی او په میډیا لگولی شوي بندیزونه اوچتوي.
نوموړي وویل حکومت به یې د محکمې د آزادې او لر کړشوؤ قاضیانو پرځایې کولو هڅې جاري ساتی.
دبهرنۍ تګلارې دڅرګندولو په ترڅ کې دپاکستان صدراعظم وويل مونږ به دامن ، خواخوږۍ اؤ برابرۍ په اساس اړيکو ته وده ورکوؤ.
هغۀ وويل امريکا،چين اؤ يورپ سره به دپاکستان اړيکې نورې هم پياوړې کوي . دافغانستان په بابله دپاکستان صدراعظم وويل پياوړى اؤ پرامنه افغانستان زمونږ په ګټه دى.
سید یوسف رضا گیلاني نن په قامي اسمبلۍ کې د باور رایې متفقه طور باندې وړاندې شوي یو قرارداد کې ترلاسه کړه.
ښاغلې یوسف رضا گیلاني د پاکستان لومړی صدراعظم دې چې مخالف ډلو هم ورته د باورتیا رایې ورکړې ده.
دغونډې په مهال دعوامي نيشنل ګوند دمشر اسفنديارولي خان په وينا دولتي اؤ مخالفو ډلو يو شان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ته دباور رايې ورکړه.