بوش : که ناټو افغانستان ته نور پوځیان ونه لېږل نو ماتې سره به مخ شي

د رومانیه پایه تخت بخارسټ کې د ناټو غړو هیوادونو ته د امریکا جمهوررئیس بوش خبردارې ورکړې دې چې ترهگري د نړۍ امن لپاره یو خطر دی او که چرې د ناټوغړو هیوادنو افغانستان ته نور پوځیان ونه لېږل نو دوی په افغانستان کې د ماتې سره مخ کیدی شي.
جمهوررئیس بوش چې د ناټو مشرانو اخرینۍ غونډه کې گډون کوي د ناټو غړو هیوادونو باندې غږ کړې دی چې امریکا سره افغانستان کې امن پرځاې کولو لپاره ملاتړ وکړي.
افغانستان کې دا وخت د ناټو ۴٠ و غړو هیوادونو ۴٧ زره پوځیان دي خو د ناټو کمانډران د نورو ١٠و زرو ځواکونو غوښتنه کوي.
د ناټو په دې غونډه کې د روسیه د مخالفت باوجود په ناټو کې د یوکرائن او جارجیا په شمول د بلقان د سیمې د نورو هیوادونو په شامیلدو هم غور کېږي.
هم د ناټو په سرمشریزه کې غړو هیوادونو په اروپا کې د امریکا د میزایلي دفاعي سېسټم په جوړولو هم رضا ښودې ده.
که څه هم روسیه ددغه سېسټم مخالفت کوي خو د پلان ترمخه د امریکا میزایلي ډال به ریپبلک چیک کې لگول کېږي.
امریکا وایي دغه سېسټم د روسیې پرضد نه دی. د ناټو د غړو هیوادونو سرمشریزه د رومانیه ښار بخارسټ کې پیل شوې ده دا غونډه به د جمعې په ورځ پایې ته رسېږي.