بوش به په ایران د اټومي پروگرام تړلو لپاره فشار اچوي

د اروپا په سفر بوخت د امریکا جمهوررئیس بوش به د ایران د اټومي پروگرام تړلو لپاره فشار زیاتوي.
ښاغلې بوش پلان لري چې د اروپائي ټولنی نه افغانستان لپاره نورو مرستو غوښتنه هم وکړي.
د امریکا جمهوررئیس بوش د امریکې اؤ اروپائي ټولنی مشرانو غونډه کې گډون لپاره سلوونیا ته رسیدلې دی.
نوموړي د سلونیا جمهوررئیس ډنیلو ترک او صدراعظم جنیز جانسه سره په کرینج ښار کې لیدل کتل کړي دي.
ښاغلې بوش به د اروپائي ټولنی مشرانو سره د ایران اټومي پرواگرام ترڅنگ یو شمیر موضوعاتو باندې خبری اتری کوي.
نوموړي ویلي دي هغه به د اروپائي ټولنی مشرانو سره د انرجۍ لوړو بیعو او قدرتي تیلو باندې انحصار کمولو لپاره په گډه تگلاره جوړولو غږ کوي.
جمهوررئیس بوش به د اروپائي ټولنی مشرانو غونډه کې گډون وروسته المان ته په سفر ځي.