گیلاني : د راتلونکي کال لپاره دفاعي بودیجه به کموو

د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا گیلاني ویلي دې نوې بودیجه کې به دفاعي خرڅونو کې کمی راولي. ښاغلي گیلاني زیاته کړه د فاعي بودیجه کې د کمي فیصله هیواد ته د مخ په زیاتیدونکو یو شمېر اقتصادي ستونزو له کبله شویده.
پاکستان تېر کال په دفاع د څلورو ملیاردو ډالرو نه هم زیاتې پېسې مصرف کړي وی.
ښاعلي گیلاني په دفاعي بودیجه کې دغه کموالی گاونډي هیوادونو سره د امن په لوری یو گام وبللو.
نوموړي د هند اړخ ته په اشاره وویل چې پاکستان د گاونډي هیوادو نه هم په سیمه کې د امن او څو کالۍ لپاره د دغه رنگه گامونو پورته کولو تمه لري.
پاکستان به راتلونکي کال بودیجه سبا وړاندې کوي.
د تیرکال د اقتصادي پرمختیا په اړه نوې خپره شوې سروې وايي تیر مالي کال کې ټولو غټو سکټرونو کې د ټاکل شوې حدفونو ترڅنگ پرمختگ شوی نه دی.
دغه سروې نن په اسلام اباد کې میډیا ته وړاندې کړل شوی ده.
سروې وایي د تیرکال لپاره د تولیداتو یا پیدوار کچه ٧.٥ فیصده ټاکل شوې وه خو دغه کچه د کال په پایې کې په ٨.٥ فیصده ولاړه پاتې ده.