درې نورکسان د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې درې نور کسان د امریکا لپاره د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي او ځایي خلک وایي دغه مړي د جنوبي وزیرستان لده کاروان منزه کې موندل شوي دي.
د مړو سره یو لیک پریښودل شوی چې وایي " څوک هم چې امریکا لپاره جاسوسي کوي نو انجام به یې داسې وي" د وژل شوو کسانو پیژندگلو شوې نه ده.
او ځایي خلکو هم په کاروان منزه کې خاورو ته سپارلي دي.
دپاکستان په قبایلي سیمو او د صوبه سرحد شوات او ټانک سیمو کې ځایي تندلارو تر اوسه په سلگونو کسان د جاسوسۍ په تور وژلي دي.