روسي ځواکونه دجارجیا گوري ښار ته ننوتي

د جارجیا په گوری ښار کې یو شمېر چاودنې شوي او رپوټونو تر مخه روسیي ځواکونه د ښار په لور روان دي.
دجارجیا چارواکو ویلي چې د فرانسې په ثالثي شوی د ډزبندی تړون وروسته هم روس گوری ښار ته نور ځواکونه لیږي.
عیني شاهدان وایي د گوری ښار بهر په یو شمېر چېک پوستو روسیې او د جارجیا ځواکونه مخامخ شوی دي.
د جارجیا چارواکو ویلي روسي ځواکونه د تور سمندرگی غاړې ته پوټی ښار ته هم ستانه شوې دي.
په ماسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیز سرجې لورو ویلي روس به جلا کیدونکو سویلي اوسیتیا او ابخازیه کې خپلواکۍ غوښتونکو سره مرستې جاری ساتي.
نوموړي ویلي د جارجیا سرحدی خپلواکي اوس ختمه شوې ده.
د جارجیا او روسي ځواکونو تر مینځه یوه اونۍ وړاندې جگړه پېل کیدو وروسته زیاتره خلک د گوری ښار نه وتلي دي. په ښار کې پاتی شوي خلک وایی چې د روسي پوځ اونیمه پوځي ځواکونو په ښار کې لوټ مار کړی دی.