لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش : د روسیې لخوا جارجیا سره دډزبندۍ په ممکنه ماتولو اندیښمن یم


د امریکا جمهوررئیس بوش ویلي چې د جارجیا سره د روسیې لخوا د ډزبندۍ په ممکنه سرغړونه باندې اندیښمن دی. نوموړي ویلي دجارجیا او فرانسې جمهوررئیسانو سره یې خبری کړې دي.
ښاغلي بوش ویلي په جارجیا باندې ېرغل په نړۍ کې د روسیې نوم ته زیان رسولې دی.
نوموړي په واشنگټن کې یوه وینا کې دجگړې د اودرولو په لړ کې دفرانسې دهڅو ستائنه وکړه.
ددې وړاندې، د جاجیا جمهوررئیس ساکشولي ویلي وو چې روسي یرغل ته د امریکا غبرگون نرم وو.
ددې وړاندې جارجیا تورلگولی چې روسي ټانکونه سټراټیجکي ښار گوری ته په داسې وخت کې ورغلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ ډزبندي شوې ده.
د جارجیا ددغه تور یا ادعا پخلې کومې ازادې سرچینې نه دی کړی.
خو روسیه وایي چې په گوري ښار کې پوځیان نه لري.
د ډزبندۍ وروسته، ناټو په دواړو هیوادونو غږ کړی چې د شپږم اگست نه وړاندې حالت ته خپل پوځیان بوځي.
دا خبره په برسلز کې د ناټو عمومي منشي یاپ هوپ شېفر خبریالانوته کړی ده.
دناټو سفیرانو دجارجیا دخپلواکۍ د احترام لپاره غږ کړی دی. دوي په دواړو خواو غږ کړی چې د بشري مرستو رسولو په لار کې دې د مداخلت نه لاس واخلي.
د جگړی وروسته ځینې څېړونکي اوس دا فکر کوي چې د اوسنۍ جگړې سره دجارجیا په ناټو کې د گډون خوب ته زیان رسولی دی، څیړونکي وایي د ناټو غړي هیوادونه کیدای شي نه غواړي په سیمه کې ائنده جگړو کې ځان بوخت کړي.

XS
SM
MD
LG