د جارجیا په گوری ښار کې یو شمېر
چاودنې شوي او رپوټونو تر مخه روسیي ځواکونه د ښار په لور روان دي.
دجارجیا چارواکو ویلي چې د فرانسې په ثالثي شوی
د ډزبندی تړون وروسته هم روس گوری ښار ته نور ځواکونه لیږي.
عیني شاهدان وایي د گوری ښار بهر په یو شمېر
چېک پوستو روسیې او د جارجیا ځواکونه مخامخ شوی دي.
د جارجیا چارواکو ویلي روسي
ځواکونه د تور سمندرگی غاړې ته پوټی ښار ته هم ستانه شوې دي.
په ماسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیز سرجې لورو ویلي روس به جلا کیدونکو
سویلي اوسیتیا او ابخازیه کې خپلواکۍ غوښتونکو سره مرستې جاری ساتي.
نوموړي ویلي د جارجیا سرحدی خپلواکي اوس ختمه شوې
ده.
د جارجیا
او روسي ځواکونو تر مینځه یوه اونۍ وړاندې جگړه پېل کیدو وروسته زیاتره خلک د گوری
ښار نه وتلي دي. په ښار کې پاتی شوي خلک وایی چې د روسي پوځ اونیمه پوځي ځواکونو
په ښار کې لوټ مار کړی دی.