د
امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کنډولیزا رائیس ویلي جمهوررئیس پرویز مشرف د امریکا یو ښه ملگرې او د ترهگرۍ پرضد جگړه
کې یو جدې ایتلافي وؤ.
نومړې په یو لیکلې بیانېه کې ویلي چې جمهوررئیس مشرف پرویز
مشرف د القاعدې او طالبانو پرضد جگړه کولو سختې فیصلې کړي دي او امریکا یې مننه
کوي.
مېرمن رائیس ویلي امریکا به د
پاکستان حکومت او سیاسي مشرانو سره همکاري کوي او په حطومت یې غږ کړی چې د پاکستان
ائینده ته پام وکړی.
د گاونډي هیواد افغانستان د بهرنیو چارو ویاند ویلي هیله لري
چې د استفا سره به په پاکستان کې ډیمرکراسي مضبوطه شي. روسیې ویلي په پاکستان کې د
ثبات لپاره هیلمن ده.
هندي څیړونکي وایي د مشرف په واکمنۍ کې د ډلي او اسلام اباد
تر منځ اړیکې یو څه نارمل شوې وې خو اوس د هغه د تگ وروسته څیړونکي یو څه اندیښمن
دي.