ګستاف سمندري طوفان د ريپبلکن گوند کنونشن اغیزمن  کړى دى

دامريکا دنيوارلينز په لوري ورتلونکي ستر سمندري طوفان دري پبلگن گوند نن پیل کیدونکې کنونشن متاثره کړى دى.
دخليج ميکسيکو څخه مخ په زياتيدونکي ددغه سمندري طوفان له امله نيورلينز دگواښونو لاندې راغلى دى.
دامريکا دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دري پبلگن گوند کانديد جان مکين ددغه سمندري طوفان له امله دري پبلکن گوند کنونشن ديوې ورځې لپاره ځنډولى دى.
دري پبلکن گوند مشرانو ويلي وؤ نن دگل په ورځ به دهغوي دگوند لخوا ملي کنونشن جوړيږي.
سناتور مکين وايي دا به ډيره ښۀ نۀ وي چې ددغه سمندري طوفان دگواښونو ترڅنگ دا به ډېره نامناسبه وى چې په ملى مجلس کې ډېر عالېشان مراسم ترسره شى.
ټاکل شوې ده د ري پبلگن گوند کنونشن به سينټ پال ( شمالي رياست مينوسوټا) کې کيږي خو په دغه کنونشن کې به جمهوررئيس بوش له دې امله برخه وانۀ خلي چې هغه به دسمندري طوفان څخه دژغورنې لپاره خپل پام گامونو اخستو ته گرځولى وي.
درې کاله وړاندې چې کله دکترينا سمندري طوفان تباهي خوره کړې وه نو په هغه مهال جمهوررئيس بوش دسختو تنقيدونو لاندې راغلى ؤ، ولې اوس پخپله جان مکين د جمهوري رياست دټولټاکنو په کمپائن کې دبوخت پاتې کيدو له امله دهغسې صورتحال سره مخ دى.