سويلي وزيرستان:بمي چاودنه کې ٥ماشومان وژل شوي دي

دپاکستان قبائيلي سيمه سويلي وزيرستان کې ديوکوردننه دبمي چاودنې لۀ امله ٥ماشومان وژل شوي دي
دغه پيښه په اعظم ورسک سيمه کې هغه مهال رامينځته شوې ده کله چې څوماشومانودنانځکې په څيريومائن دنزدې غرۀ څخه کورته راوړلواوپه نغري کې يې واچولوچې لۀ دې امله په دغه کورکې يوه درنه چاودنه وشوه اؤديوې کورنۍ ٥ماشومان پکې ووژل شول،
بل لوري ته په قطبي وزيرستان ايجنسۍ کې دوه کسان ځايي طالبانوامريکادپاره دمخبرۍ په توروژلي دي
سرچينې وايي دوژل شوؤکسانودمړوسره طالبانويوليک هم پريښودلى دى چې پکې دغه دواړه کسان امريکا دپاره په مخبرۍ تورن کړل شوي دي
په ليک کې کښل شوي دي هرڅوک چې دامريکا دپاره مخبري کوي ددغه رقم انجام سره به مخ کيږي
همدغه رازدسويلي وزيرستان په مکين سيمه کې هم د دريوکسانومړي موندل شوي دي
دسرچينولۀ مخې دغه وژل شوي درې کسان دتيروپينځوؤمياشتوراهسې دوسله والوطالبانوسره ديوبل تن دوژنې په توربندي وؤچې تيره ورځ طالبانودخپلې شورادپريکړې په اساس ووژل