جنرال کياني : دترهه گرۍ په ضد جنگ کې پاک پوځ دپارلمان دپريکړو پابند دى

دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني وايي پاک پوځ دپارلمان دپريکړو پابند دى.
دپاکستاني عسکرو اکادمۍ کاکول کې دپوځي سلامۍ دستورې ته پخپله وينا کې جنرال کياني وويل دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دپارلمان لخواد پريکړه ليک يا قرارداد منظوري يو تاريخي گام دى.
هغۀ وويل دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره داولس پر گډون ټول هيواد کې درايې بشپړ اتفاق ليدل کيږي.
دپوځ سرلښکر وويل پاکستاني ځواکونه داولس اؤ حکومت په مرسته هيواد ته دپيښو کورنيو اؤ بهرنو گواښونو مقابلې لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.
هغۀ وويل پاکستان دگاونډي هيوادونو سره دسوله ايزو اؤ ورورولۍ داړيکو ليواله دى اؤ مونږ دکوم هيواد سره دوسلو په منډه کې شامليدل نۀ غواړو.
جنرال اشفاق پرويز کياني زياته کړه دهيواد دفاع لپاره به لږ ترلږه دفاعي توان برقراره ساتلى شي.
دهغۀ وينا وه هيواد دا مهال دبهرنيو گواښونو څخه زيات په کورني کچ دتندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ چيلنجونو سره مخ دي چې ددې مقابلې لپاره به دپارلمان گډ قرارداد زيات گټور ثابت شي