اوباما : د ایران  اټومي وسلې نه منو

د امریکا نوي منتخب شوې جمهوررئیس براک اوباما د ټاکل کیدو وروسته خپل لومړی مطبوعاتی کانفرنس ته ویلي د امریکا اقتصادي واضعې ښه کولو لپاره یې ملگري صلاح مشورې کوي.
ښاغلی اوباما زیاته کړه څنگه چې د راتلونکې جنورۍ په شلمه نېټه واک تر لاسه کړي نو د اقتصادي کړکېچ ختمولو لپاره به سم لاسي گامونه اخلي.
هغه وویل په ملیو کې د کمې پلان به یې منځنۍ طبقې امریکایانو ته گټه ورکړي. ښاغلي اوباما د اقتصاد ښه کولو خپل پلان په واضحه توگه څرگند نه کړو خو زیاته یې کړه چې د اقتصاد پدې وضعې ښه کولو لپاره د مخکې نه اعلان شوي مالي امداد په کانگرس کې د دواړو گوندونو همکارۍ ته اړتیا لري.
اعلان شوې امدادي پلان ٧٠٠ ملیارده ډالر دی خو وایي چې یو بل امدادي پېکج ته هم اړتیا ده.
د یو بل سوال په ځواب کې ښاغلي اوباما وویل چې د ایران جمهوررئیس احمدي نژاد لخوا ورته د مبارکې خط رسیدلی دی او ځواب به یې د جاج اخستلو وروسته ورکوي.
نوموړي زیاته کړه امریکا د ایران اټومي وسلې په هېڅ صورت نه مني.
په مطبوعاتي کانفرنس کې نه خو براک اوباما او نه هم خبریالانو د ترهگرۍ پرضد جگړې یا افغانستان یا عراق په اړه خبره وکړه.
د مطبوعاتي کانفرنس نه وړاندې امریکایي خبري ادارو اټکل کولو چې کیدې شي نوی منتخب شوې جمهوررئیس به د عراق او افغانستان جگړو ترڅنگ په پاکستان هم خبرې وکړي.
د یوې بلې پوښتنې په ځواب هغه زیاته کړه د کابېنې په ټاکلو کې به د بیړې نه کار نه اخلي او دیې ومنل چې د استخباراتي ادارو لخوا یې رپوټونه اوریدل پېل کړی دي.
په لومړي مطبوعاتي کانفرنس کې ښاغلي اوباما ټولې پوښتنې د خپلې خوښې خبریالانو نه اخستې دي.
ښاغلي اوباما د امریکا جمهوررئیس بوش لخوا سپېنې ماڼی د بلنې نه مننه وکړه. نوموړي دا مطبوعاتي کانفرنس شکاگو ښار کې کړی دی.
د کانفرنس په وخت د ښاغلي اوباما نوې ټاکل شوې مرستیال جمهورئیس جوبائیډن او نور ملگري هم موجود وؤ.
د ښاغلي اوباما د لومړی خبري کانفرنس نور حال تاسو د اشفاق مومند په رپوټ کې اوریدې شۍ.