د امریکې نوی ټاکل شوی جمهوررئیس باراک اوباما به نن په شکاگو کې د خپلې اقتصادي ډلې سره ویني او د هغې وروسته به د انتخابونو گټلو وروسته لومړۍ خبري کانفرنس ته وینا کوي.
ښاغلې اوباما د خپلې انتظامیه لپاره غړي ټاکي او پرون د سپینې ماڼی د چیف اف سټاف څوکۍ لپاره دکانگریس غړی رحم اېمنیول نوم اعلان کړی و. ښاغلي ایمنیول دغه څوکئ قبوله کړې ده.
پرون د امريکا جمهوررئيس جارج ډبليو بوش خبردارى ورکړى وؤ چې د١١م ستمبرپه پيښه کې لاس لرونکي ترهگر دامريکا داقتدار سپارنې په مهال يو ځل بيا پر دغه هيواد بريد کولى شي.
سپينه ماڼۍ کې دوينا په مهال امريکايي جمهوررئيس وويل دامريکا دننه اؤ بهر به دترهگرو پر ضد جنگ دوام ولري.
هغۀ وويل راتلونکې اوونۍ کې به نوي ټاکل شوي جمهوررئيس باراک اوباما سره ليدنه کوي اؤ هغه ته به داقتصادي بحران اؤ دعراق دجنگ په گډون په نورو چارو حال احوال تيروي.
جمهوررئيس بوش وويل په برياليتوب سره به نوي ټاکل شوي امريکايي جمهوررئيس باراک اوباما ته د واک سپارل دهغه لومړۍ ترجيح وي.
دجمهوررئيس بوش وينا وه په امريکا کې دترسره شوؤ ټاکنو پائيلې هغه ته دهيواد دننه دډيموکراسۍ دبرياليتوب باور ورکوي
1