د هند کرکټ ټیم پاکستان ته سفر نه انکار کړی دی

د هند کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ممبۍ ترهگر برویدنو وروسته پېدا شوي تاو تریخوالی له کبله به دهند کرکټ ټیم پاکستان ته د وړاندې نه ټاکل شوی سفر باندې نه ځي.
دا اعلان د هند د لوبو وزیر ایم ایس گیل په پارلمان کې کړی ده.
د هند د کرکټ کنټرول بورډ مرستیال مشر راجیو شوکلا په نوي ډیلي کې خبریالانو ته ویلي دا وخت پاکستان سره د لوبو لپاره مناسب نه دی.
د هندی کرکټ ټیم د جدول ترمخه پاکستان ته د جنورۍ ١٣ مې نه تر د فرورۍ ١٩ مې نېټې پورې سفر ټاکل شوی وو. د هند کرکټ ټیم د پاکستان په سفر کې درې ټېسټ مېچونه او پنځه یو ورځنۍ مقابلې پلان کړې وې.
په دغو کې یوه سیالي د شلو شلو اورورنو هم شامل وه