د ممبۍ بریدکونکې پاکستاني سفیر سره لیدل غواړي

د دواړو غلیمو هېوادونو ترمنځ دزیاتیدونکي کړکیچ ترڅنگ، هند نن ویلي چې د ممبۍ په بریدونو کې نیول شوي بریدکونکي اجمل قصاب په نوي ډلي کې دپاکستان سفیر سره د لیدلو خواست کړی.
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویلي مشکوک بریدکونکي په خپل بهرنیو چارو وزارت ویلي مشکوک بریدکونکي په خپل خواست کې ویلي چې دپاکستان وگړی دی. دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې وړاندې منلي وو چې د اجمل قصاب لخوا ورته یولیک رسیدلی دی.
ددې وړاندې اجمل قصاب هندي چارواکو ته ویلي وؤ چې دی د پاکستان دپنجاب صوبی سره تړاو لري او دبرید لپاره ورته لشکر طیبه نولې تنظیم تربیت ورکړی وؤ. لشکر طیبه په 2002 م کال کې ترهگر تنظیم گرځول شوی وو.
خو څیړونکي وایی دغه تنظیم بیا د جاعته الدعوی په نوم ځان وپیژندو