عیسویان نن د کرسمس ورځ لمانځي

په گرده نړۍ کې عیسویان نن د کرسمس مذدهبي ورځ لمانځي.
د عیسوي کیهتولیک کلیساء مشر پوپ بینډیکټ په ویټېکن کې د کرسمس په محال په منځني ختیځ کې د سولې غږ کړی. د روم سینټ پیټرز بسلیکا کې په زرهاؤ خلکو ته په وینا کې نوموړي وویل چې باید د کرکې اؤ نفرت جذبات لر کړی شي او منځني ختیځ کې د تشدد د ختمولو لپاره ټول هڅې وکړي.
د اسرائیل په بیت الحم کې چې د حضرت عیسی د زیږیدنی ښار دی عیسوي پادري نړۍ کې د امن لپاره دعا وکړه.